Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»ایا جمهوریت یو مشروع او قانونمند نظام و؟
    لیکني

    ایا جمهوریت یو مشروع او قانونمند نظام و؟

    صابر افغانصابر افغان29 جولای 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    جمهوریت یو نامشروع و؛ دغه له اصلي مشروعیت څخه بې‌برخې نظام و، ځکه چې د پردیو د ګټو لپاره جوړ او پر مخ وړل کېده. مشروعیت هغه وخت معنی لري چې یو نظام له اسلامي اصولو او د ملت له رښتینې ارادې څخه سرچینه واخلي، نه له غربي او هېواد ضد افکارو څخه.

    پرځېدلی جمهوریت نه د ملت په اراده جوړ نظام و، نه یې هم له ملت سره مشوره لرل او نه یې هم د اسلام پر اساس د چارو پر مخ وړلو ته ژمنتیا لرله، ځکه چې انتخابات یې تقلبي او د سفارتونو تر امر لاندې ترسره کېدل. اصلاً د جمهوریت اساس د امریکا په بمونو، د ناټو په ټانکونو او د استخباراتي اجنډاوو پر بنسټ کېښودل شو، نه د ملت په اراده او خوښه او نه هم د اسلامي مشورتي نظام پر بنسټ.

    د پرځېدلي جمهوریت مشران د ولسونو د رايو پر اساس نه ټاکل کېدل، بلکې هغوی د بېلابېلو هېوادونو د سفارتونو له لوري تعینېدل، ځکه چې هغوی به تر ټاکنو وړاندې ټاکل شوي وو، د ولس ونډه یوازې تر رای پاڼې محدوده وه.

    د پرځېدلي جمهوریت اساسي قانون خلکو ته د مشروعیت یوه نښه ښکارېده، خو زورواکي، سیاست‌پالان او چارواکي له‌ همدې قانون څخه معاف وو، حتی هغه وزیران چې د میلیاردونو غلاوو دوسیې به یې ثبت وې، یا به یې دوسیې ورکې شوې یا به یې سفارتي مصؤنیتونه تر لاسه کړل.

    جمهوریت تل د اسلامي ارزښتونو پر ضد و، د ښځو د آزادۍ په نوم یې فحاشي ته زمینه برابره کړه، د مدني ټولنو تر نوم لاندې یې له غرب سره همغږې فکري ډلې وروزلې او هېڅ وخت یې له ملت سره تړاو نه درلوده. دا نظام د امریکايي سفارت له خوا مدیریت کېده او د سفارتخانې د اجازې له‌مخې به پرې حکمونه صادریدل.

    امرالله صالح او د هغه زرغون بهیر جمهوریت ته د «پرمختګ»، «آزادۍ» او «ولسواکۍ» نومونه ورکوي، حال دا چې دا نظام د ملت له ذلت، وژنو، بمبارونو او تش په نامه ټاکنو څخه جوړ و او له واقعیت سره یې هېڅ ډول اړخ نه لګاوه. زرغون بهیر صرف هغه دروغ تبلیغوي، چې له لارې یې غواړي د دغه ناکام سیاستوال او پرځېدلي جمهوریت حیثیت خوندي کړي.

    اساسي قانون، چې جمهوریت پرې فخر کاوه، د غرب له خوا جوړ شوی و او د ملت باور په کې نه و، ځکه چې اساسي قانون په واقعیت کې یوازې یو تشریفاتي سند و، کوم چې یوازې پر بې‌وسه خلکو تطبیق کېده.

    د پرځېدلي جمهوریت اساسي قانون له لومړۍ ورځې د غرب له خوا د فشار په پایله کې، د هغوی له ارزښتونو سره برابر جوړ شو. د شریعت، اسلامي ارزښتونو او ملي ارادو پر ځای یې پر سیکولرو مفکورو تکیه درلوده.

    جمهوریت یو نا مشروع، بې‌بنسټه او له ملت څخه پردی نظام و. دا نظام د پردیو پر غوښتنه، د څو مزدورو څهرو له خوا پر ملت تپل شوی و. د اساسي قانون نوم به یې اخیست، خو نه قانون و، نه عدالت، نه هم مشروعیت وجود درلوده. ملت د دې نظام د «سقوط» کلمه له خوښۍ سره واورېده او تاریخ به دا پاڼه د یوې پردۍ پروژې په نوم ثبت کړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت: محتسبینو غزنې کې دوه مېرمنې له اجباري نکاح وژغورلې
    راتلونکي مقاله امریکا کې په دوه جلا وسله‌والو بریدونو کې اووه کسان وژل شوي

    مربوطه لیکنې

    له پوځي رژیم سره د تش په نوم آزادۍ جبهې نیابتي معامله

    2 اکتوبر 2026

    تش په نوم آزادۍ جبهه کې زیاتېدونکي اختلافات او بې باوري

    1 اکتوبر 2026

    آی ایس آی په مرموز ډول د فضل ربي خنجاني د وژنې پلان لري

    30 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 2 اکتوبر 2026

    له بهرنيو جنګياليو سره د کندهار د والي د ناستې ادعا رد شوه

    د کندهار ولایت مقام د پاکستان پوځی رژیم د پوځ د ویاند هغه ادعا رد…

    د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ: پاکستان باید هلمند او کونړ کې پر ملکي وګړو د شویو بریدونو په اړه حساب ورکړي او دا د بې کفایتۍ پایله ده

    2 اکتوبر 2026

    له پوځي رژیم سره د تش په نوم آزادۍ جبهې نیابتي معامله

    2 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    له بهرنيو جنګياليو سره د کندهار د والي د ناستې ادعا رد شوه

    2 اکتوبر 2026

    د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ: پاکستان باید هلمند او کونړ کې پر ملکي وګړو د شویو بریدونو په اړه حساب ورکړي او دا د بې کفایتۍ پایله ده

    2 اکتوبر 2026

    له پوځي رژیم سره د تش په نوم آزادۍ جبهې نیابتي معامله

    2 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،199 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،141 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،261 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.