د افغانستان بانک مسوولین له پرو سږکال راهیسې افغانۍ د ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت ثابت ساتلی او د سیمې او نړۍ د ډېرو هېوادونو د اسعارو په پرتله د ښه کېدو په حال کې ده.
له یاد بانک څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان بانک چارسمبالي مشر هدایت الله بدري د بانک په نوبتي غونډه کې ویلي، چې د پولي سیاستونو د اغېزناک تطبیق، د بانکوالۍ سکتور د وضعیت، په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا د هڅو، د صرافۍ د فعالیتونو د مېکانېزه کولو او مالي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي په اړه یې خبرې کړې دي.: «په تېر یو کال کې افغانۍ د ډالر پر وړاندې خپل ارزښت ثابت ساتلی او د سیمې او نړۍ د ډېرو هېوادونو د اسعارو په پرتله د ښه کېدو په حال کې ده. د بانکونو د شتمنیو د وضعیت، مدیریت او نقدینگۍ د ښه والي، د اسلامي بانکوالۍ په سکتور کې د خلکو د امانتونو کچه د تېرې ربعې په پرتله څلور سلنه زیاتوالی ښيي.»
په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې غونډه کې په گڼو نورو موضوعاتو هم خبرې شوې دي او د بانکي خدمتونو د لا پراختیا په باب یې خپل نظرونه شریک کړي دي.
که څه هم اوسمهال په هېواد کې د دولتي بانکونو سربېره خصوصي بانکونه هم فعالیت کوي؛ خو لا هم په هېواد کې بانکي خدمتونه محدود دي او مېلیونونه خلک ورته لاس رسی نه لري.