د المرصاد په نامه یوه خبري رسنۍ وایي، تېره اوونۍ افغان امنیتي ځواکونو په تخار کې د داعش او شر او فساد ډلې پر مرکز عملیات کړي او ۳ تنه یې ژوندي نیولي.
یادې رسنۍ ته د تخار د استخباراتو ریاست ویلي، عملیات هم د استخباراتو ځانګړو ځواکونو کړي، چې درې تنه له لاسي بمونو، چاودېدونکو توکو او بېغږه وسلو سره نیول شوي دي.
نیول شوو کسانو منلې چې غوښتل یې د تخار جامع مسجد مخکېنی خطیب مولوي عبدالقدیر حامي ووژني او کور ته یې لاسي بمونه هم وغورځوي.
د المرصاد د خبر پر بنسټ، په نیول شوو کې دوه تنه د شر او فساد ډلې غړي دي او یو یې هم د قاري عبدالطیف په نامه د داعش غړی دی.
نیول شوو کسانو په خپلو اعترافاتو کې ویلي، چې شر او فساد او داعش لپاره یې ګډ کار کاوه او له تاجکستان څخه افغانستان ته د ورانکارۍ لپاره رالېږل شوي وو.
د یادؤنې وړ ده، مولوي عبدالقدیر حامي پرو سږکال په اسلامي امارت سختې نیوکې کړې وې او څه وخت مخکې یې د تاجکستان حکومت هم تر لفظي بریدونو لاندې راوستی و.
نیول شوو کسانو ویلي، چې غوښتل یې مولوي عبدالقدیر حامي ووژني او پړه یې هم پر اسلامي امارت واچوي.
دا لومړی ځل نه دی چې نیول شوي داعشیان او د شر او فساد غړي اعتراف کوي چې له تاجکستان څخه افغانستان ته د ورانکارۍ لپاره رالېږل شوي؛ له دې وړاندې هم ګڼو نیول شوو داعشیانو او د شر او فساد غړو ویلي وو، چې له تاجکستان څخه رالېږل شوي دي.