د ټولګټو وزارت په يوه خبرپاڼه کې خبر ورکوي چې د ياد وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال ملا بخت الرحمن شرافت ترکمنستان هيواد ته د افغانستان د ګډ اقتصادي پلاوي د سفر په ترڅ کې د ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سره د تورغونډۍ بندر د پراختيا او له تورغونډۍ څخه د هرات په لور تر صنوبر پوري د ۲۲ کیلومټره کرښې دجوړولو تړونونه لاسلیک کړل، او په پام کې ده چې ډېر ژر به ددواړو پروژو عملي چاري د ترکمنستان هیواد لخوا څخه پیل شي.
خبرپاڼه زياتوي چې تورغونډۍ بندر د منځنۍ او سویلي آسیا د وصل نقطه بلل کیږي، چې په رغولو سره به یې سوداګرو ته لازیاتي آسانتیاوې رامنځته او د تجارتي اموالو د لېږد را لېږد پروسه به ورسره ګړندۍ او اسانه شي.