د اسلامي امارت د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال، ملا عبدالغني برادر د قوش‌تېپې کانال د سربند له چارو ليدنه کړې ده.

اقتصادي مرستيال د دغه کانال د سربند جوړولو په برخه کې د ملي پراختيا شرکت ترسره شوي کارونه ستايلي او د دغه شرکت کارکوونکو ته يې لارښوونه کړې چې د سربند او کانال چارې په پوره دقت، ښه کيفيت او ټاکلې نېټه بشپړې کړي.

نوموړي دغه راز د قوش تېپې کانال د کرنې او اوبو مديريت په برخه کې مهم بللی او ويلي يې دي چې اسلامي امارت په خپل ټول توان سره په ټاکلي وخت د چارو بشپړولو ته ژمن دى

ځواب پریږدئ

Exit mobile version