Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»الخلیفي: د افغانستان په اړه هره کېدونکې غونډه د افغان حکومت له حضور پرته پايله نه لري
    افغانستان

    الخلیفي: د افغانستان په اړه هره کېدونکې غونډه د افغان حکومت له حضور پرته پايله نه لري

    صابر افغانصابر افغان25 مې 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    دغه څرګندونې د قطر هېواد د لومړي وزیر مرستیال او په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت وزیر “محمد بن عبدالعزیز الخلیفي” د یوه پلاوي په مشرۍ د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې کړې دي.

    نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان په اړه هره کېدونکې غونډه د افغان حکومت له حضوره پرته پایله نه لري.

    الخلیفي زیاته کړې، چې قطر غواړي، د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړیکو په رغولو او پیاوړي کولو کې مثبت رول ولري.

    ټاکل شوې، چې د جون له ۳۰مې د جولی تر لومړۍ نېټې د قطر په پلازمېنه “دوحه” کې د افغانستان په اړه ناسته ترسره شي، چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو او ملګرو ملتونو استازي به په کې ګډون کوي.

    د ملګرو ملتونو سازمان د جوزا په لومړۍ نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د “دوحې” ناستې لپاره یې د افغان حکومت چارواکو ته رسمي بلنه ورکړې ده.

    بل لور ته بیا افغان حکومت د “دوحې” تېر کنفرانسونه د افغان حکومت له ګډون پرته نیمګړي بللي او ټینګار یې کړی، چې د دوی د شرایطو تر منلو وروسته به په دغه غونډه کې ګډون وکړي.

    څه موده وړاندې هم په “دوحه” کې د افغانستان په اړه ناسته تر سره شوې وه، چې د افغان حکومت استازو په کې ګډون نه و کړی او ناسته هم بې پایلې پای ته رسېدلې وه.

    مخکینۍ مقالهکلمبیا د فلسطین په رام الله کې خپل سفارت پرانيزي
    راتلونکي مقاله پاکستان کې د ډېرې کرمۍ له امله د میلیونونو زده کوونکو پر مخ ښوونځي تړل کیږي

    مربوطه لیکنې

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    18 جون 2025

    پکتيا کې له يو تن حرفوي سوالګر سره څه باندې ۲۲۰ زره افغانۍ نيول شوي

    18 جون 2025

    د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیونه امریکایي ډالر د لیلام په توګه پلوري

    18 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 19 جون 2025

    د ايران بالسټیک توغندی د اسرائیلي رژیم پر سوروکا پوځي روغتون لګېدلی

    د ایران فارس خبري اژانس د صهیونیستي رسنیو له قوله خبر ورکړی، چې د ايران…

    پر پوځي موټر د پاکستاني طالبانو بمي برید؛ شپږو تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

    19 جون 2025

    دوه ژبې یوه اجنډا؛ احمد مسعود د چا دښمن او د چا دوست دی؟

    19 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ايران بالسټیک توغندی د اسرائیلي رژیم پر سوروکا پوځي روغتون لګېدلی

    19 جون 2025

    پر پوځي موټر د پاکستاني طالبانو بمي برید؛ شپږو تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

    19 جون 2025

    دوه ژبې یوه اجنډا؛ احمد مسعود د چا دښمن او د چا دوست دی؟

    19 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،960 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،892 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،886 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.