سومالیه کې د الشباب غورځنګ نشراتي ادرس وکالة شهادة الاخباریة خبر ورکړی، چې د ياد غورځنګ ځواکونو د سومالیې په شبیلي ولایت کې د حکومتي ملېشو پر یوه پوځي هډه برید ترسره کړی، چې په پایله کې یې ۲۰ تنه وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي.
د يادونې وړ ده، چې د الشباب غورځنګ ځواکونه په دې وروستيو کې د سوماليې پلازمېنې موګاديشو څو کيلومټرۍ ته رسېدلي او هلته یې د بيعودي ښار په شمول ګڼې نورې ساحې تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي او تمه کېږي چې ډېر ژر به سومالیه کې حاکم رژيم نسکور او وپرځوي.