المرصاد نشراتي ادارې په یو څېړنیز راپور کې د امریکا د څارګرو ادارو په مرسته د پاکستاني استخباراتي ځواکونو له خوا د نیول شوي او امریکا ته د سپارل شوي، محمد شریف الله په اړه خپلې موندنې خپرې کړي او دا یې په ډاګه کړې ده چې نوموړی د کابل نړیوال هوایي ډګر د برید طراح نه و.
المرصاد د خپلو سرچینو له قوله لیکلي چې، محمد شریف الله په ۲۰۱۹ز کال کې نیول شوی و او د اګست په ۱۵مه د زندانونو له ماتېدو سره سم له زندانه وتښتېد او تر بندي کېدو وړاندې او وروسته یې د یو عادي شخص رول درلود.
المرصاد د خپلو سرچینو له قوله په خپل راپور کې لیکلي، د امنيتي ځواکونو له خوا په هرات او نیمروز ولایتونو کې د عملیاتو پر مهال د ډاکټر حسین او عبدالله کابلي په نوم د داعش ډلې د دوو غړو له وژل کېدو وروسته د سپينې ماڼۍ ویاند وویل چې دا د کابل هوایي ډګر د برید طراحان وو چې د امنيتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون سه شنبه کانګرس ته په خپله وینا کې ادعا وکړه چې د کابل پر نړیوال هوايي ډګر د ۲۰۲۱ز کال د برید اصلي طراح یې په پاکستان کې نیولی دی.