رویټرز خبري اژانس په یوه ځانګړي راپور کې د څو نامعلومو سرچینو په حواله لیکلي چې امریکا او عراق له عراق څخه د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو د وتلو پر پلان هوکړې ته رسېدلي دي.
دغو سرچینو ویلي چې د یاد پلان پر بنسټ چې پر عمومي ډول یې توافق شوی دی خو اعلان او تطبیق یې د واشنګټن او بغداد وروستي تایید ته اړتیا لري، ترڅو سلګونه پوځیان د دوه زره پنځه ویشتم کال تر سپټمبر او پاتې نور به د دوه زره شپږویشتم کال تر پایه له عراقه ووځي.
امریکا په عراق کې شاوخوا دوه زره پنځه سوه او په ګاونډي هیواد سوریه کې یې نهه سوه عسکر لري.
د رویټرز په وینا، یو لوړ پوړي امریکایي چارواکي ویلي: “موږ یوې موافقې ته رسیدلي یو، اوس یوازې دا ده چې کله یې اعلان کړو.
“د امریکا متحده ایالات له عراق سره د یوې نوې مشورتي اړیکې په لټه کې دي چې له وتو وروسته یو شمېر امریکايي پوځیان په دغه هېواد کې پاتې شي،البته د امریکا او عراق حکومتونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.