امریکايي چارواکي وايي، د دغه هېواد په جنوب ختیځو ایالتونو کې د هیلن طوفان له امله د مړو شمېر ۱۸۷ ته رسېدلی او سلګونه نور لادرکه دي چې ښايي هغوی هم مړه وي.

امریکايي رسنیو پرون چهارشنبې د اکتوبر ۲مه خبر ورکړی چې له دغه طوفان وروسته له فلوریډا څخه تر ورجینیا ایالتونو پورې د ۱٫۳ میلیونه کورنیو برېښنا پرې شوې ده.  

د راپورونو له مخې، د هیلن طوفان او خطرناکو بارانونو په ټولیز ډول په شمالي کارولینا، جنوبي کارولینا، جورجیا، فلوریډا، ټینیسي او ورجینیا ایالتونو کې له ۹۵ څخه تر ۱۱۰ ملیارده ډالرو پورې زیانونه اړولي دي.

د «هیلن» خطرناک طوفان له تېرې پنجشنبې راهيسې له فلوریډا ایالت څخه په ډیر سرعت پیل شو او د جورجینا، شمالي کارولینا او جنوبي ټینیسي ایالتونو په لور وخوځېد.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version