د نړيوالو رسنيو د راپورونو له مخې تېره ورځ د امريکا د برینګ ایر هوایي شرکت یوه الوتکه چې د الاسکا ايالت له اولاکليت هوايي ډګر څخه د نوم هوايي ډګر ته روانه وه له لسو مسافرو سره په الاسکا کې د الوتنې پر مهال د رادار له سکرین څخه ورکه شوې او غورځېدلې.

راپور زياتوي چې په الوتکه کې سپاره ټول لس کسان مړه شوي او الوتکه له منځه تللې ده.

د یادونې ده چې دا په تېره یوه اوونۍ کې په امریکا کې د الوتکې غورځېدو درېیمه پېښه ده چې پراخې مرګ ژوبلې له ځانه سره لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version