د راپورونو له‌مخې، د امریکا برحاله ولسمشر جو بایډن پلان لري، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ تر پرېښودو وړاندې (راتلونکو ۱۵ ورځو) کې صهیونیستي رژیم ته د اته ملیارده ډالرو په ارزښت وسلې او مهمات ورکړي.

د معلوماتو له‌مخې په دې وسلو او مهماتو کې به جنګي جېټ الوتکې، د دغو الوتکو مهمات، پوځي هلیکوپټرې، لوی او کوچني بمونه او د توپخانې اړوند مهمات شامل وي.

د یادونې وړ ده چې امریکا تېر کال هم له‌ یاد رژیم سره د شاوخوا ۲۲ ملیارده ډالرو په ارزښت د وسلو او پوځي تجهیزاتو مرستې کړې وې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version