د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر صهیونیستي رژیم د ۳میلیارده ډالرو په ارزښت د بمونو، تخریبي وسایلو او نورو وسلو پلور منظور کړی.
د امریکا دفاع وزارت ویلي، چې د دې وسلو د پلور په هکله د واشنګټن پر وخت پرون ماسپښین کانګریس ته احوال ورکړل شوی.
د یادونې وړ ده، چې غزه کې د صهیونیستي رژیم او حماس غورځنګ ترمنځ د جګړو له پیل راهیسې امریکا لسګونه زره ټنه پوځي تجهیزات او مرستې یاد رژیم ته سپارلي او دا لړۍ لا هم دوام لري.