د سرچینې په خبره، یادو بغاوتیانو د تېر لوی اختر په درېیمه ورځ د یو ویډیويي کلیپ له لارې خپل موجودیت اعلان کړی وو او غوښتل یې چې عامه نظم اخلال او ګډ وډ کړي.
د یادؤنې وړ ده چې د اسلامي امارت ځواکونه تل په خپلو ویناوو کې وایي چې چاته اجازه نه ورکوو چې عامه نظم اخلاص کړي او په سیمه کې ګډ وډی رامنځته کړي.
د دوی په وینا د شر او فساد یادو قوماندانانو هم غوښتل چې په سیمه کې عامه نظم اخلال او ګډ وډ کړي چې د خپل عمل په سزاء ورسېدل.