هندوکش غږ ته رسېدلي، معلومات ښيي، چې افغان ځواکونو نن سهار شاوخوا ۷:۳۰ بجې د پاکستان تر حاکمیت لاندې د چترال په «شاه سلیم» سيمه کې د داعش او د مقاومت و ازادۍ جبهاتو پر مرکزونو دقیق هوايي بریدونه ترسره کړي.
سرچينې ويلي، له يادو مرکزونو څخه د افغانستان پر خلاف د بریدونو د پلان جوړونې لپاره ګټه پورته کېده.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، په بریدونو کې مهم او ټاکل شوي اهداف په نښه شوي دي.


