د خوست امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د یاد ولایت د قلندر ولسوالۍ امنیتي منسوبینو هغه پنځه کسان نیولي، چې د دې ولسوالۍ په جلا-جلا سیمو کې يې د شپې مهال ۴۷ د جلغوزیو ونې د برقي ماشین او تبرګیو په واسطه پرې کړې وې.

د سرچینې په وینا، يادې ونې د شخصي تربګنيو له امله پرې شوې.
د خوست امنیه قومندانۍ په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې، نیول شوي کسان به له خپلې اړوندې دوسیې سره یو ځای عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version