‏د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل امنیه قومندانۍ پنځمې امنیتي حوزې منسوبینو د وسله‌والو غلو پنځه کسیز بانډ نیولی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، له نیول شویو کسانو څخه یو عراده رېکشا او یو عراده کرولا ډوله موټر هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې نیول شویو کسانو به د وسلې په زور له خلکو پیسې، موټر او نور مالونه اخیستل.

د سرچینې په خبره، نیول شويو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version