‏د هرات اسلام‌ کلا بندر مسئولیو ويلي، چې ایران کې له روانو کړکېچونو سره سره د کابل او تهران ترمنځ د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد عادي روان دی.

د دوی په وینا، هره ورځ شاوخوا ۶۰۰ بار وړونکي موټر له افغانستانه ایران ته او نږدې ۷۰۰ له ایرانه افغانستان ته تګ راتګ کوي.

‏چارواکو ویلي، پر بازارونو جدي څارنه روانه ده او سوداګرو ته خبرداری ورکړل شوی چې بیې لوړې نه کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version