د سرپرست حکومت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په لغمان ولایت کې د لس مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو پيل پرانیسته کړې.

د اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له‌مخې، ښاغلي برادر په همدې مناسبت جوړو شويو مراسمو ته په وینا کې د یادې پروژې د چارو پر پیل خوښي ښودلې او ویلي یې دي، چې دا به نه یوازې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د دې سیمې مقاومت لوړ کړي؛ بلکې د پاکې او پایښت لرونکې انرژۍ په برخه کې به هم د هېواد اړتیا تر يو حده پوره کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې سرپرست حکومت د برېښنا سکتور په برخه کې خودکفايۍ ته د رسېدو په موخه د دې پروژې په څېر مهم ګامونه اخیستي چې دا نه یوازې د برېښنا د تولید بلکې د ملي اقتصاد، کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د جلب او جذب، د کاري فرصتونو د ایجاد او هېوادوالو ته د ښو خدماتو وړاندې کولو په برخه کې مهم ګام دی.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړې، چې څه موده وړاندې د هېواد په کچه د برېښنا د تولید د اووه مهمو پروژو قراردادونه لاسلیک شوي، چې مجموعي ظرفیت یې څه باندې ۲۲۸ مېګاواټو ته رسېږي.

نوموړي د خبرو پر دوام ویلي، چې د سرپرست حکومت اقتصادي ستراتیژي پر دې ولاړه ده، ترڅو هېواد له بهرنۍ اړتیا خلاص او د خپلو موجودو کورنیو ظرفیتونو پر مټ خودکفایۍ ته ورسېږي.

د یادونې وړ ده، چې په لغمان ولایت کې د لس میګاواټه لمریزې برېښنا پر پروژې د خصوصي سکټور له لوري شپږ میلیون ډالره پانګونه کېږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې د سیمې اوسېدونکو ته د برېښنا ستونزه تر يوې اندازې حل او صنعتي فعالیتونه به ورسره پراختيا ومومي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version