شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp کورنیو چارو وزارت وایي، د کندوز د دشت ارچي ولسوالۍ ځواکونو یو ځوان له کورني زندان څخه چې له کلونو راهیسې د خپلوانو له لوري په ځنځیرونو تړل شوی و، ژغورلی او د درملنې په موخه یې روغتون ته لېږدولی. د یاد وزارت په وینا، د یاد کس پلار او ورور چې کلونه یې دا ستر ظلم او جنایت کړی و، نیول شوي او د څېړنو په موخه عدلي او قضایي ادارو ته سپارل شوي دي.
مشرتابه: ا.ا له ټولې نړۍ سره د شریعت په چوکاټ کې سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي او په دې برخه کې یې خپل مسئولیت ادا کړی24 مې 2026
مشرتابه: د ا.ا په حاکمیت سره د ټولو اتباعو شرعي حقوق محفوظ دي؛ څوک پر چا ظلم نشي کولای او د ظلم مخه نیول کېږي24 مې 2026