Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»ایران د اوږدمهاله جګړې لپاره د «موزاییکي دفاع» ستراتیژي جوړه کړې
    سیمه

    ایران د اوږدمهاله جګړې لپاره د «موزاییکي دفاع» ستراتیژي جوړه کړې

    صابر افغانصابر افغان11 مارچ 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د الجزیرې د راپور له مخې، د عباس عراقچي په وینا، ایران له تېرو شلو کلونو راهیسې د احتمالي لویې جګړې سناریوګانې په دقت سره څېړلې دي، څو داسې دفاعي جوړښت رامنځته کړي چې حتی د ایران پر پلازمېنې له سختو بریدونو وروسته هم د جګړې توان له لاسه ورنه کړي.

    عراقچي د مارچ په لومړۍ نېټه په یوه پیغام کې ویلي و، چې تهران د امریکا د تېرو جګړو تجربې په ژوره توګه مطالعه کړې دي. د هغه په وینا، د دې مطالعو موخه دا وه چې داسې یو نظام جوړ شي چې که مهم تاسیسات، لوړپوړي قومندانان او حتی مرکزي قومانده له منځه ولاړه شي، بیا هم جګړې ته دوام ورکړي او احتمالي ورپېښ شوی زیان یې ټکني نه کړي.

    د راپور له مخې، د ایران د دفاعي تګلارې په مرکز کې هغه پوځي نظریه ده چې «غیرمتمرکزه موزاییکي دفاع» بلل کېږي. دا مفکوره پر دې اصل ولاړه ده چې په احتمالي جګړه کې کېدای شي د هېواد مرکزي جوړښتونه سخت زیان وویني، خو د دفاعي نظام د وېش له امله به جګړه په بېلابېلو برخو کې روانه پاتې شي.

    دغه نظریه تر ډېره د سپاه پاسداران له پوځي جوړښت سره تړاو لري او د دې ځواک پخواني قومندان محمد علي جعفري د خپل مشرتابه پر مهال (۲۰۰۷–۲۰۱۹) پراختیا ورکړې ده. د دې تګلارې له مخې دفاعي ځواکونه په سیمه‌ییزو او نیمه‌خپلواکو واحدونو وېشل کېږي، څو ټول ځواک یوازې د یوې مرکزي قوماندې پورې محدود پاتې نه شي.

    په دې جوړښت کې سپاه، بسیج، د عادي پوځ واحدونه، توغندیز ځواکونه، سمندري ځواکونه او محلي قومانده‌يي جوړښتونه ټول د یوه پراخ او وېشل شوي دفاعي سیستم برخې ګڼل کېږي. د دې سیستم موخه دا ده چې که د دفاعي شبکې یوه برخه له منځه ولاړه شي، نورې برخې خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

    د همدې تګلارې له مخې، که لوړپوړي مشران ووژل شي د قوماندې لړۍ نه نړېږي، او که مخابراتي اړیکې پرې شي هم سیمه‌ییز واحدونه کولای شي په خپلواک ډول د جګړې پرېکړې وکړي او عملیاتو ته دوام ورکړي. د راپور په وینا، د ایران پوځي مفکران باور لري چې دا ډول وېشل شوی دفاعي جوړښت د اوږدمهاله جګړې په شرایطو کې د نظام د بقا لپاره مهم تضمین بلل کېږي.

    هندوکش‌غږ

    مخکینۍ مقالهد کنډوونو، زندانونو او انقلابونو سړی
    راتلونکي مقاله ملي دفاع وزارت: پاکستانی رژیم خپلو عسکرو ته د اوښتو زیانونو د پټولو لپاره بې‌بنسټه ادعاوې کوي

    مربوطه لیکنې

    سپاه پاسداران وايي امريکايي ځواکونه له هرمز تنګي څخه ۷۰۰ کيلومټره لرې شوي

    23 اکتوبر 2026

    ايران په هرمز تنګي کې د امريکا یوه MQ-9 بې پيلوټه الوتکه نسکوره کړې

    20 اکتوبر 2026

    پر ايران د اسرائیلو او امريکا په بريدونو کې شاوخوا پنځه زره کسان وژل شوي

    18 اکتوبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    ورځنۍ نېټه 24 اکتوبر 2026

    د نن شنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    ټولنيز فعال او فرانسه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی، نورايل کليوال: د مقاومت جبهې هزاره مشر قومندان عليپور، پاکستاني استخباراتو د روزنې او ملاتړ په موخه له ايران څخه پاکستان ته غوښتی

    23 اکتوبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    23 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د نن شنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    24 اکتوبر 2026

    ټولنيز فعال او فرانسه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی، نورايل کليوال: د مقاومت جبهې هزاره مشر قومندان عليپور، پاکستاني استخباراتو د روزنې او ملاتړ په موخه له ايران څخه پاکستان ته غوښتی

    23 اکتوبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    23 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،201 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،148 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،266 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.