Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»نړۍ»ایکانومېک ټایمز: د زبرځواکونو ترمنځ ناانډوله لوبه به پاکستان په نړیواله کچه له سپکاوي او ماتې سره مخ کړي
    نړۍ

    ایکانومېک ټایمز: د زبرځواکونو ترمنځ ناانډوله لوبه به پاکستان په نړیواله کچه له سپکاوي او ماتې سره مخ کړي

    عمران آغاعمران آغا27 اپریل 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ایکانومېک ټایمز په یوه تحلیلي راپور کې ویلي، چې له امریکا سره د پاکستان پوځي رژیم اوسنۍ نږدېوالی یوه داسې خطرناکه دوه ګونې لوبه ده چې په مستقیم ډول له چین سره د اسلام اباد پر ستراتیژیکو اړیکو ناوړه اغېزه کوي.

    راپور زیاتوي، چې دا تګلاره نه یوازې د بیجېنګ باور له منځه وړي، بلکې د ناکامۍ په صورت کې به د پاکستان پوځي رژیم په نړیواله کچه له سخت ډیپلوماټیک سپکاوي او ماتې سره مخ کړي.

    سرچینې وړاندې ټینګار کړی، چې بیجېنګ د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ هر ډول نوې معامله په جدي شک سره څاري.

    په راپور کې د بیجېنګ او اسلام اباد تېرو نږدې اړیکو ته په اشارې زیاته شوې، چې د پاکستان پوځي رژیم نوی دریځ به د پاکستان پر اقتصاد او امنیت، چې په کلکه پر چین تکیه لري، خورا بدې او نه جبرانېدونکې پایلې ولري.

    ایکانومېک ټایمز وړاندې دا هم لیکلي، چې د پاکستان کمزوري اقتصاد او کورنیو ننګونو ته په پام پر دغه هېواد د حاکم پوځي رژیم له خوا د زبرځواکونو ترمنځ دا ډول ناانډوله لوبه د ګټې پر ځای د یوه ستر ستراتیژیک بایلاد ګواښ له ځان سره لري.

    په راپور کې راغلي، چې د پاکستان پوځي رژیم اوس د یو داسې انتخاب په وړاندې ولاړ دی چې ممکن د هېواد راتلونکی له سختو نړیوالو ننګونو او ډیپلوماټیکې انزوا سره مخ کړي.

    مخکینۍ مقالهتر کلونو ځنډ وروسته حیرتان بندر کې د ۶۰زره ټنو په ظرفیت نفتي زېرمې بیا فعالېږي
    راتلونکي مقاله د افغان حکومت لوړپوړي پلاوي د قوش‌تېپې ملي کانال له روانو چارو لیدنه کړې

    مربوطه لیکنې

    د پوتین خبرداری؛ لوېدیځ دې د روسي کښتیو له نیولو مخکې د پایلو حساب وکړي

    12 اگست 2026

    ليبيا کې د پرلپسې بريدونو او پوځي استخباراتو د رئيس له وژل کیدو سره بېړنی حالت اعلان شوی

    11 اگست 2026

    د لیبیا د پوځي استخباراتو مشر په بنغازي کې د چاودنې له امله وژل شوی

    11 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تحلیل 15 اگست 2026

    د افغان حکومت د مخالفينو پنځه کلن بهير او د ناکامۍ علتونه

    مقدمهد ۱۴۰۰ هـ ل کال د اسد میاشتې پر ۲۴مه د افغانستان جمهوري رژیم وپرځېد…

    د زمري ۲۴مه؛ د خپلواکۍ، امن او بيا رغونې پيلامه

    15 اگست 2026

    مولوي احمدالله وثیق: د آزادۍ ورځ د افغان ولس د قربانیو او دیني مقدساتو د ساتنې پیغام لري

    15 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د افغان حکومت د مخالفينو پنځه کلن بهير او د ناکامۍ علتونه

    15 اگست 2026

    د زمري ۲۴مه؛ د خپلواکۍ، امن او بيا رغونې پيلامه

    15 اگست 2026

    مولوي احمدالله وثیق: د آزادۍ ورځ د افغان ولس د قربانیو او دیني مقدساتو د ساتنې پیغام لري

    15 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،175 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،124 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،243 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.