په افغانستان کې د اسلامي نظام د نوي پړاو له پیل او د اسلامي نظام د مخالفو وسلوالو او سیاسي جریانونو د فعالیتونو له ادعا څخه پنځه کاله تېرېږي؛ پنځه داسې کلونه چې په ترڅ کې یې د «جبهې» نوم بیا بیا تکرار شو، نویو تشکیلاتو د خپل شتون اعلان وکړ، قوماندانان له یو بل سره یوځای او بیا سره بېل شول او وخت ناوخت د مقاومت غږ له بېلابېلو سیمو پورته شو؛ خو د دې ټولو جبهو او تشکیلاتو پایله د سیاست او واک په ډګر کې له دې پرته بل څه نه وه، چې د هغوی د نفوذ کړۍ لا تنګه او د افغانستان له واقعیتونو سره یې واټن لا ډېر شي.
که د دې پنځو کلونو کیسه له رسنیز شورماشور څخه جلا او د سیاسي او ټولنیزو واقعیتونو پر بنسټ وڅېړو، نو یو بل ډول انځور به مخې ته راشي.
په پیل کې له دې جریانونو څخه ځینو هڅه وکړه چې خپل فعالیتونه د افغانستان له دننه څخه پیل کړي. داسې انګېرل کېده چې د څو وسلوالو هستو په جوړولو سره به وکولای شي د هېواد امنیتي فضا یو ځل بیا بدله او د یوه پراخ حرکت لپاره زمینه برابره کړي. خو د افغانستان حکومت وتوانېد چې په نسبتاً لنډ وخت کې ټول دغه فعالیتونه مهار او له منځه یوسي.
له هغه وخت وروسته، جبهې ډېرې شوې؛ خو نفوذ کم شو. ښايي دا د تېرو پنځو کلونو تر ټولو ستر تناقض وي: د جبهو شمېر ډیر شو، خو په سیاسي او ټولنیز وزن کې یې کموالی راغی.
په هرو څو میاشتو کې د تښتېدلو سیاستوالو په سیاسي ډګر کې یو نوی نوم، نوې شورا، نوی قوماندان او نوی عنوان راڅرګند شو، خو هېڅ یوه یې ونه شو کولای هغه ورکه شوې کړۍ پیدا کړي؛ کومه کړۍ چې د بهرنیو هېوادونو په باور، په خپل منځي یووالي او همغږۍ، د اوسني حکومت پر وړاندې د پام وړ ننګونې او د افغانستان د خلکو په ملاتړ راټوله ده.
که څه هم مخالفین وایي چې دا مقاومت (بغاوت) د لومړي مقاومت بل پړاو دی. خو تېر مقاومت په دې توانېدلی و چې د هېواد په دننه کې د ځان لپاره اډې او مشخصې جغرافیایي سیمې رامنځته کړي. له بل لوري، ګاونډیو هېوادونو او سترو قدرتونو هم هر یوه د خپلو ګټو له مخې د دې جریان یوه برخه په رسمیت پېژندله او ملاتړ یې کاوه.
خو د نن ورځې جبهې نه هغه کورنی بنسټ لري، نه یې په شاوخوا کې سیمه ییزه اجماع رامنځته شوې او نه غرب دې ته چمتو شوی چې هغوی د افغانستان د واک په معادله کې د یوه حساب شوي او د باور وړ لوري په توګه شامل کړي.
له همدې امله، یو سیاسي خوځښت یوازې د اعلامیو، کنفرانسونو، آنلاین ناستو، بیرغ، شعارونو او د عالي شورا په جوړولو سره «مقاومت» نه شي کېدای. مقاومت هغه مهال معنی پیدا کوي چې د یوه بهرني او اشغالګر ځواک پر وړاندې وجنګېږي، په ټولنه کې دننه ریښې ولري، خلک یې خپل وبولي او د هغه لپاره د قېمت او قربانۍ ورکولو ته چمتو وي.
که مقاومت د یوه ملت د ارزښتونو لپاره د یوه بهرني ځواک د تېري پر وړاندې نه وي او خلک یې تر شا ونه درېږي، نو که سلګونه قوماندانان او لسګونه جبهې هم ورته جوړې شي، په پای کې به له یوه کاغذي او رسنیز جوړښت پرته بل څه ترې پاتې نه شي. د جبهو د شمېر ډیرښت د ځواک په معنی نه دی؛ کله ناکله په حقیقت کې د کمزورۍ نښه وي.
په تېرو پنځو کلونو کې، د دې پر ځای چې مخالف جریانونه یوه ګډ محور ته ورسېږي، د هغوی د نويو نومونو او یو په بل پسې د نويو تشکیلاتو د رامنځه ته کېدو شاهدان وو. البته ویلای شو چې ټولې هغه ډلې او ائتلافونه چې یو په بل پسې جوړ شوي، د مخالفینو ترمنځ د سیالۍ، د رهبرۍ، مالي سرچینو، ونډې غوښتنې او سیاسي موقف پر سر د اختلافاتو پایله ده؛ ځکه هرې ډلې چې له بلې ډلې سره اختلاف پیدا کړ، خپله لاره یې ترې جلا او نوی نوم یې پرې کېښود. په دې توګه، جبهې ډېرې شوې؛ خو سیاسي ځواک یې ورځ تر بلې کمزوری او د تبلیغاتي شورماشور بازار یې ورځ تر بلې بې رنګه شو.
له همدې امله، کله چې یو سیاسي جریان په پنځو کلونو کې آن د خپلو مخالفینو ترمنځ د یووالي په رامنځته کولو نه دی توانېدلی، نو څنګه کولای شي ادعا وکړي چې د یوه داسې پیاوړي، متحد او ولسي حکومت د ماتولو توان لري؛ کوم چې د خپل هېواد په هره لوېشت خاوره کې ریښې لري!؟
کله چې یو جریان د خپل سیاسي ژوند د دوام لپاره، د هېواد تر خلکو ډېر بهرنۍ مرستې ته اړتیا پیدا کړي، په حقیقت کې یې په ناپوهۍ کې دا اعتراف کړی چې ولسي بنسټ نه لري او پرته له دې چې د نورو قدرتونو په د لاس په آله بدل شي، نه یوازې له حکومت سره د مقابلې توان نه لري، بلکې د خپل خیالي سیاسي مسیر دوام هم ورته سخت او ستونزمن دی.
بهرنۍ مرستې کولای شي یوه ډله د څه مودې لپاره ژوندۍ وساتي؛ خو نه شي کولای ورته ټولنیز بنسټ ورته رامنځته کړي. پیسې کولای شي دفتر، رسنۍ، ناستې او ان وسلې برابرې کړي؛ خو نه شي کولای د یوه حکومت د موجودیت لپاره د یوې جدي ننګونې په توګه وبلل شي.
تېر پنځه کلونه باید د ډېرو دې جریانونو لپاره یو ستر درس وي: افغانستان نور هغه افغانستان نه دی چې د څو معامله ګرو څېرو، څو تکراري شعارونو او د بهرنیو استخباراتي قدرتونو پر مرستو د تکیې له لارې یې خلک په ځان پسې روان کړل شي.
دا چې د دروغو پردې شلیدلې او د خاینانو له څېرو نقابونه غورځېدلي، د افغانستان خلکو سیاسي لوبغاړي، خاین معامله ګر او هېواد پلورونکي پېژندلي دي. خلک پوهېږي چې چا کلونه کلونه د افغانستان له ولسي شتمنیو څخه په بهر کې د ځان لپاره ژوند جوړ کړی، څوک مافیایي قدرتونه وو او څوک د دوی د اسلامي او دیني ارزښتونو د له منځه وړلو په لټه کې وو.
افغان ملت په دې هم پوهېږي چې نن ورځ څوک په ښکاره د افغانستان د دښمنانو د لاس په آله بدل شوي او د هغوی ترڅنګ اوږه پر اوږه د افغانستان د له منځه وړلو لپاره نسخې جوړوي او واک ته د بېرته ستنېدو په تمه د نورو لاس ته سترګې نیسي. له همدې امله، د افغانستان په سیاسي راتلونکې کې نور د هغوی لپاره هېڅ مجال نشته او نه به وي. د دوی ذهني او مجازي خیالونه به یوازې د یوې نه پوره کېدونکې هیلې تر کچې پاتې شي، چې هېڅکله به پوره نه شي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


