د عدلیې وزارت خبر ورکړی، چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون تر څېړنو وروسته بادغیس ولایت کې ۱۶۱زره ۳۷۴ جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوې ده.

یاد وزارت ویلي، دغه ځمکه د بادغیس ولایت قلعه‌ی نو ولسوالۍ په لامان سیمه کې موقعیت لري.

د عدلیې وزارت زیاته کړې، چې د دغې ځمکې دوسیه وروستۍ شوي او ژر به د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمیسیون ته واستول شي.

د یادونې ده، چې د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته ټول هېواد کې په لسګونه زره جریبه ځمکې بیرته له غاصبینو راګرځول شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version