Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»باغیان څوک دي؟ (١٠)
    لیکني

    باغیان څوک دي؟ (١٠)

    صابر افغانصابر افغان4 سپتمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د اسلامي نظام پر وړاندې وسله وال قیام

    د بغاوتګرو تر ټولو څرګنده ځانګړنه د اسلامي نظام او په اسلامي هېوادونو کې د حق حکومت پر وړاندې وسله وال قیام دی.

    دغه خلک تر هغې پورې چې واک یې په لاس کې وي، په اسلامي هېوادونو کې د خپلو بادارانو لخوا هر ډول پلان پلي کولو څخه ډډه نه کوي؛ دوی د ملت د فکر او اند په بنسټیز بدلون کې هڅه کوي.

    په بدل کې یې اسلام یوازې په تعزیې، ختم او فاتحې مراسمو کې پېژني او یوازې د جنازې د لمانځه پر مهال د امام تر شا لاسونه تړي او ولاړ وي؛ هغه هم د ثواب او اجر د ترلاسه کولو لپاره نه، بلکې د یو قومي دود د اداء کولو لپاره.

    همدارنګه علماء او دیني شخصیتونه تل په وروستي صف کې نیسي او هر وخت چې موقع ورته پیدا کړي، د هغوی له سپکاوي او مسخرې څخه لاس نه سپموي.

    خو چې کله ماته وخوري او څنډې ته وشړل شي، ژر وسله پورته کوي او غرو ته ځي او په جرئت سره د اسلامي حکومت او نظام پر وړاندې خپل مخالفت ښکاره کوي.دغه وختونه دي چې انسان د هغوی د اصلي باور او عقیدې ریښې ته رسېږي او یو واضح انځور ترې ترلاسه کوي.

    اوس چې په افغانستان کې اسلامي نظام واکمن شوی، شریعت پلی کېږي او د فحشا او فساد مخنیوی په پراخه کچه شوی، دغه بې‌دینه ډله په زرګونو بهانو او بې‌بنسټه دلیلونو سره خپل مخالفت ښکاره کوي او د ملي غرور او پخواني تیاره حالت د بېرته راوستلو په پلمه جګړه غواړي او د وینې تویولو غوښتونکي دي.

    تر دې لا زیاته حیرانوونکې دا ده چې د دوی مشران په بهر کې ژوند کوي، په نرم بستر او ګرم ځای کې ویده کېږي او له لېرې څخه د جګړې طبلونه وهي او یو شمېر خلک په دوکو او طمعې سره په مورچلونو کې ساتي.

    خو خپله هغوی د فتحې لومړیو ورځو کې له دې خاورې څخه وتښتېدل او خپل پلویان یې بې‌مشره او بې‌لارښوده پرېښودل.

    اوس د کوم مخ او عزت سره په رسنیو کې راڅرګندېږي او د ملت د حق غوښتنه کوي؟ دغه ذلت او بې‌عزتي دې ورته مبارک وي.

    خو هېڅکله به بریالي نه شي او بیا به هغه واک، زور او ګواښ ته ونه رسېږي او هېڅکله به و نه توانېږي چې دا ملت بېرته لاندې کړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد سټنډرډ ملي ادارې لاسته راوړنې؛ تېر کال نږدې ۱۲۹ زره ټنه بې کيفيته توکي مسترد شوي
    راتلونکي مقاله ترکیه وايي چمتو يو چې افغان بزګرانو ته روزنیز پروګرامونه جوړ کړو

    مربوطه لیکنې

    د امنیت د اخلال لپاره د آزادۍ جبهې منطق؛ د سرتاسري امنیت تر شا واقعیتونه

    21 سپتمبر 2026

    د مخالفینو د مشرانو آنلاین ناستې؛ تش ګواښونه او د واقعیتونو په بدلولو کې ناتواني

    20 سپتمبر 2026

    د مخالفینو متناقض روایات؛ د مذاکراتو غوښتنه او د جګړې ګواښونه

    19 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 21 سپتمبر 2026

    یوناما هم په کونړ کې د پاکستان پوځي رژیم په هوايي بریدونو ملکي مرګ‌ژوبله تایید کړه

    په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) په کونړ کې د هوايي بریدونو…

    د نن دوشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د سنبلې/ وږي ٣٠ مه.#هندوکش‌غږ

    21 سپتمبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    21 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    یوناما هم په کونړ کې د پاکستان پوځي رژیم په هوايي بریدونو ملکي مرګ‌ژوبله تایید کړه

    21 سپتمبر 2026

    د نن دوشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د سنبلې/ وږي ٣٠ مه.#هندوکش‌غږ

    21 سپتمبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    21 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،139 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،259 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.