د اسلامي نظام پر وړاندې وسله وال قیام
د بغاوتګرو تر ټولو څرګنده ځانګړنه د اسلامي نظام او په اسلامي هېوادونو کې د حق حکومت پر وړاندې وسله وال قیام دی.
دغه خلک تر هغې پورې چې واک یې په لاس کې وي، په اسلامي هېوادونو کې د خپلو بادارانو لخوا هر ډول پلان پلي کولو څخه ډډه نه کوي؛ دوی د ملت د فکر او اند په بنسټیز بدلون کې هڅه کوي.
په بدل کې یې اسلام یوازې په تعزیې، ختم او فاتحې مراسمو کې پېژني او یوازې د جنازې د لمانځه پر مهال د امام تر شا لاسونه تړي او ولاړ وي؛ هغه هم د ثواب او اجر د ترلاسه کولو لپاره نه، بلکې د یو قومي دود د اداء کولو لپاره.
همدارنګه علماء او دیني شخصیتونه تل په وروستي صف کې نیسي او هر وخت چې موقع ورته پیدا کړي، د هغوی له سپکاوي او مسخرې څخه لاس نه سپموي.
خو چې کله ماته وخوري او څنډې ته وشړل شي، ژر وسله پورته کوي او غرو ته ځي او په جرئت سره د اسلامي حکومت او نظام پر وړاندې خپل مخالفت ښکاره کوي.دغه وختونه دي چې انسان د هغوی د اصلي باور او عقیدې ریښې ته رسېږي او یو واضح انځور ترې ترلاسه کوي.
اوس چې په افغانستان کې اسلامي نظام واکمن شوی، شریعت پلی کېږي او د فحشا او فساد مخنیوی په پراخه کچه شوی، دغه بېدینه ډله په زرګونو بهانو او بېبنسټه دلیلونو سره خپل مخالفت ښکاره کوي او د ملي غرور او پخواني تیاره حالت د بېرته راوستلو په پلمه جګړه غواړي او د وینې تویولو غوښتونکي دي.
تر دې لا زیاته حیرانوونکې دا ده چې د دوی مشران په بهر کې ژوند کوي، په نرم بستر او ګرم ځای کې ویده کېږي او له لېرې څخه د جګړې طبلونه وهي او یو شمېر خلک په دوکو او طمعې سره په مورچلونو کې ساتي.
خو خپله هغوی د فتحې لومړیو ورځو کې له دې خاورې څخه وتښتېدل او خپل پلویان یې بېمشره او بېلارښوده پرېښودل.
اوس د کوم مخ او عزت سره په رسنیو کې راڅرګندېږي او د ملت د حق غوښتنه کوي؟ دغه ذلت او بېعزتي دې ورته مبارک وي.
خو هېڅکله به بریالي نه شي او بیا به هغه واک، زور او ګواښ ته ونه رسېږي او هېڅکله به و نه توانېږي چې دا ملت بېرته لاندې کړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.