پر هېواد او ملت باندې د بغاوتګرو زیان او تاوانونه!
له دین نه لرېوالی:
هره ناروغي یوه لامل لري او هره ستونزه له یوه ځایه سرچینه اخلي؛ تل د یو درد د درملنې یا د یوې ستونزې د حل لپاره باید اصلي او بنسټیز لامل پیدا شي او له سرچینې څخه یې مخه ونیول شي.
له اصلي لامل سره د مقابلې پر ځای له معلول سره مقابله ښاید موقتي درملنه وکړي او څو ورځې نسبي او محدود ارامي رامنځته کړي، خو ستونزه له بنسټه نه حل کوي او نه یې له منځه وړي.
له همدې امله، کله چې موږ په تېر وخت کې د باغیانو حالت او کړنې څارو او د دوی تعاملات او چلند له نورو سره لږ تحلیل کوو، لومړنی شی چې ذهن ته راځي، دا دی چې دوی سالم او صالح نه دي تربیه شوي.
ځکه تربیه د شخصیت جوړونې لومړنی هسته ده چې له کورنۍ او د مور او پلار له غېږې څخه پیلېږي، په مکتب کې دوام مومي او په پوهنتون او لویو تعلیمي مرکزونو کې خپل وروستي حد ته رسېږي.
وروسته د هر فرد د تربیې حاصل په ټولنه کې محسوسېږي او نور خلک یا د هغې له خوږو مېوو ګټه پورته کوي، یا یې د خارو او ترخوالي له امله زیانمن کېږي.
له همدې امله، د افرادو د تربیې تمرکز په دیندارۍ او د اسلامیت په تقویه کولو ډېر مهم او حیاتي دی او په راتلونکي کې یې افراد او ټولنه له ډېرو فردي او ټولنیزو مصیبتونو څخه خوندي کوي.
نو له همدې کبله، د باغیانو د سرکښۍ او بغاوت یو مهم او بنسټیز لامل، د دینی لارښوونو پیروي نه کول او له دیني مراکزو لکه مسجد او جماعت تبلیغ څخه لرېوالی، او په ماشومتوب کې د دیني زده کړو نه کول دي.
کله چې د باغیانو شخصیت له هماغه کوچنیوالي څخه تر ځوانۍ او پوخوالي پورې له خټو او متعفنو اوبو، یعنې له غربي، خارجي او دین ضد افکارو تغذیه شوې وي، او په مقابل کې یې له دیني ښوونو څخه مخ اړولی وي، پایله هغه ده چې په تېرو کلونو کې په ټولنه کې تجربه او لیدل شوي.
نو د باغیانو ډلې د جوړېدو او رامنځته کېدو یو مؤثر لامل همدغه د دیندارۍ او امانتدارۍ نشتوالی دی.
کله چې دوی له دننه نه په داسې ډول لوی شوي او ټولنې ته داخل شوي وي، څنګه کېدای شي له دوی څخه تمه وشي چې د ستونزو پر ځای ګلونه وشیندي او د بېلارې او تیاره لارو پر ځای مستقیمه لار غوره کړي؟په تېرو کلونو کې د دغو تورو زړونو لرونکو ډلو له لوري ټول ناخوښ او ناوړه پېښې د دې حاصل دي چې دوی د پردیو په لمنو کې د خامو او مغرضانه افکارو په فضا کې روزل شوي او د دیندارۍ او امانتدارۍ له رڼا څخه لرې پاتې شوي دي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.