د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، پرو سږکال په بامیانو کې په ټولیز ډول ۵۲زره او ۷۶۱ تنو ته پېژندپاڼې وېشل شوې، چې ۲۹زره او ۸۰۰ برېښنايي او ۲۲زره او ۹۶۱ تنو ته کاغذي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
د بامیانو د احصایې او معلوماتو ادارې رئیس خیرالله مبارز وايي، هره ورځ شاوخوا ۷۰۰ کسان د برېښنايي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د تر لاسه کولو په موخه د دې رياست اړوندو دفترونو ته مراجعه کوي.: «د مرکز په گډون د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او پرو سږکال د يادو دفترونو له لارې توانېدلي دي چې ۳ زره او ۱۴۱ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او ۱۶ زره او ۳۶۲ نورو کسانو ته د ژوند پېښو (۱۵ زره او ۹۶۱ زېږون کارتونه او ۴۰۱ د مړینې پارچې) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.»
د یادونې وړ ده، بامیانو کې د برېښنايي پېژندپاڼو یوه د وېش څانگه فعاله ده چې هره ورځ ښځینه او نارینه غوښتونکو ته خدمتونه وړاندې کوي.
په دې څانگه کې پرو سږکال پر وېشل شوو برېښنايي پېژندپاڼو سربېره ۱۶۲۴ نورو کسانو ته د برېښنايي پېژندپاڼو تر وېش وروسته خدمتونه هم وړاندې شوي دي.
عام خلک د برېښنايي پېژندپاڼو په وېش خوښ دي؛ خو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې څخه غواړي چې خپل کارونه دې چټک کړي او په ولایتونو کې د وېش څانگې ډېرې کړي.