شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د بریتانیا حکومت اوکراین ته د درې میلیارده ډالرو د پور د ورکړې ژمنه کړې.راپورونه وایي، چې د دغو پیسو د ورکړې هوکړه پرون د بریتانیا د مالیې وزیرې له لوري لاسلیک شوې او ټاکل شوې ده، چې دغه پور د روسیې کنګل شویو شتمنیو له ګټې ادا شي. دغه پیسې به د اوکراین پر دفاعي برخې او په تېره بیا د وسلو پر تولید ولګول شي.د یادونې وړ ده، چې زیلینسکي له ټرمپ سره تر ناندریزې کتنې وروسته بریتانیا ته ولاړ، چې هلته ترې تود هرکلی وشو.
پوتين امريکا او چين ته د اوکراين جګړې د پای ته رسولو په اړه د درې اړخيزې غونډې وړانديز کړی19 اکتوبر 2026