د ټولگټو وزارت وايي، د دغه وزارت له لوري د کابل ـ شمال لویې لارې اړوند د بغلان د دوشي سیمه کې د سړک ویجاړې شوې برخې بېرته رغول کېږي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، بغلان ته د یاد وزارت د چارسمبالي وزیر محمد عیسی ثاني د خپل سفر پر مهال د کابل – شمال لویې لارې اړوند د دوشي – بغلان سړک څخه چې یوه برخه یې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله په بشپړه توگه ویجاړه شوې وه لیدنه کړې او ژمنه یې وکړه، چې یاد سړک به بېرته رغول کېږي.: «لومړی د وسایطو د تگ راتگ لپاره بديل مسير چمتو او د شته امکاناتو او ماشینرۍ په مټ دې د اوبو مسير د سړک څخه تغير او د يادې لويې لارې تخریب شوې برخې دي ژر تر ژره ورغوي.»
په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله هلته خلکو ته د ځاني او مالي زیان سربېره گڼ سړکونه هم ویجاړ شوي دي، چې له امله یې په ترانسپورتي برخه کې ستونزې جوړې شوې دي.