د بلوڅو بېلتون غوښتونکي غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې، وسلهوالو يې په دشت او پنجګور سيمو کې پر پاکستاني پوځيانو دوه جلا، جلا بریدونه تر سره کړی، چې په ترڅ کې يې دوه پوځيان وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې پر پاکستاني پوځیانو د دغه غورځنګ د بریدونو په کچه کې ډېر والی راغلی.