د ايران په مشهد کې د افغانستان قونسلګرۍ خبر ورکړی، چې دې ښار کې افغان جنرال قونسل مولوي نور محمد متوکل د ایران د خراسان رضوي ولایت له والي ډاکټر غلام حسین مظفري سره کتلي دي.
سرچينې ويلي، په دې کتنه کې دواړو لورو د دوغارون په پوله کې د ترانسپورتي او ټرانزیټي ستونزو پر حل، د افغان زندانیانو د لېږد بهیر پر چټکتیا او له امایش کارت لرونکو څخه د اجباري بیمې اخیستلو د ستونزې پر حل خبرې کړې دي.
دواړو خواوو ټینګار کړی، چې د ګډو همکاریو له لارې به د موجودو ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي او د پولهییزو اړیکو د ښه والي هڅې به لا چټکې شي.


