بلوڅ بېلتون غوښتونکي غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي، چې وسله‌والو یې د بلوچستان ايالت مرکز کوېټه، دشت، زامران، مشکې، پنجګور او تمپ ولسواليو کې پر پوځ او پوځي تاسیساتو نهه بريدونه ترسره کړي دي.

یاد غورځنګ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د دغو بریدونو په ترڅ کې د دوو جاسوسانو په ګډون تر شپږو ډېر پاکستاني پوځيان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

یاد غورځنګ همداراز د خارجي هېوادونو وګړو ته سپارښتنه کړې، چې په راتلونکي کې بلوچستان ته د ښکار کولو لپاره نه ځي؛ کنه نو د بلوڅ وسله‌والو له لوري به په نښه شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version