د پاکستان د طالبانو غورځنګ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې ځواکونو یې پرون د بنو ولایت جانيخېلو ولسوالۍ سین تنګي تراکي سیمه کې پر پوځي پوسته د ليزرټوپک، درازکوف، نارنجکو او نورو وسلو په مټ برید کړی چې په ترڅ کې یې دوه پوځیان وژل شوي، دوه امنیتي کمرې ویجاړې او پوسته له منځه وړل شوې.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې پاکستاني طالبانو تر بل هر وخت د پاکستان په پوځ او امنيتي ادارو بريدونه ډېر کړي او د پراخو تلفاتو سربېره یې ګڼې سيمې هم ترې نيولې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version