Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»بهرنیو چارو وزارت: ملګرو ملتونو کې افغانستان ته دڅوکۍ نه سپارل د افغانانو په حق کې ظلم دی
    افغانستان

    بهرنیو چارو وزارت: ملګرو ملتونو کې افغانستان ته دڅوکۍ نه سپارل د افغانانو په حق کې ظلم دی

    صابر افغانصابر افغان23 سپتمبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل په یوه غږیز فایل کې ویلي، چې په ملګرو ملتونو کې د اسلامي امارت له لوري ټاکل شوي استازي ته د افغانستان د څوکۍ نه سپارل د افغانستان پر خلکو ښکاره او غیر عادلانه ظلم دی.

    نوموړي له ملګرو ملتونو غوښتي، چې دغه څوکۍ دې د اوسني افغان حکومت استازي ته وسپاري، ترڅو په نړيوالو کچه د افغان ملت له حقونو څخه دفاع وکړي.

    ښاغلي تکل همداراز هیله څرګنده کړې چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۷۹مه غونډه کې به د افغانستان د شته واقعیتونو په نظر کې نیولو سره مثبتې پرېکړې وشي او له نړیوالې ټولنې سره به د ښه تعامل لپاره زمینه برابره شي.

    په ورته وخت کې په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین هم دغې غونډې ته د اسلامي امارت د استازي د نه بلنې پر پریکړې غبرګون وښود او ټینګار یې وکړ چې دغه پریکړه به د افغانستان او نړیوالې ټولنې تر منځ واټن لا زیات کړي.

    د يادونې وړ ده چې د افغانستان اسلامي امارت د منفي تبلیغاتو په مقابل کې په وار وار په ډاګه کړې چې له نړیوالې ټولنې سره رغنده تعامل غواړي او د پرانستې او باعزته ډیپلوماسۍ غوښتنه کوي.

    د سياسي چارو کارپوهان بيا په دې باور دي چې نړیواله ټولنه باید د فشار پر ځای د افغان ولس د ګټو د ملاتړ لپاره د خبرو او همکارۍ لاره غوره کړي.

    مخکینۍ مقالهد احصایې ملي اداره: هېواد کې تر کښت لاندې سيمې ۷ سلنه پراخې شوي
    راتلونکي مقاله باغيان څوک دي؟ (٢٣)

    مربوطه لیکنې

    خوست کې د حرفوي غلو یو مشر له وسلو، مهماتو او نشه‌يي توکو سره نیول شوی

    18 جولای 2026

    دفاع وزارت وايي، تېره یوه میاشت کې یې لسګونه قاچاقي توکي او ۱۶ قاچاقبران نیولي

    18 جولای 2026

    نږدې یو میلیون افغانان د غالیو په صنعت بوخت دي

    18 جولای 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 18 جولای 2026

    خوست کې د حرفوي غلو یو مشر له وسلو، مهماتو او نشه‌يي توکو سره نیول شوی

    د کورنیو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې د خوست ولایت د…

    دفاع وزارت وايي، تېره یوه میاشت کې یې لسګونه قاچاقي توکي او ۱۶ قاچاقبران نیولي

    18 جولای 2026

    نږدې یو میلیون افغانان د غالیو په صنعت بوخت دي

    18 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    خوست کې د حرفوي غلو یو مشر له وسلو، مهماتو او نشه‌يي توکو سره نیول شوی

    18 جولای 2026

    دفاع وزارت وايي، تېره یوه میاشت کې یې لسګونه قاچاقي توکي او ۱۶ قاچاقبران نیولي

    18 جولای 2026

    نږدې یو میلیون افغانان د غالیو په صنعت بوخت دي

    18 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،171 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،113 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،229 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.