د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د افغانستان د غالیو د تولید او صادراتو د ټولنې غړو د ترکیې هېواد د غالیو د ټولنې له مشرتابه سره کتلي دي.

سرچینه زیاتوي چې په دې غونډه کې دواړو لورو ترکیې ته د افغاني غالیو د ګمرکي معافیت او د ګډو نندارتونونو د جوړولو په اړه خبرې کړې دي.

په دې ناسته کې د ترکیې د غالیو ټولنې په دغه هېواد کې د افغان غالیو د صنعت د پراختیا او ودې لپاره د اړینې همکارۍ ژمنه هم کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version