د بلخ ځايي مسولين وایي، چې په دغه ولایت کې د کیمیاوي او عضوي سرې د تولید یوې فابریکې خپل فعالیت پیل کړی دی.
د فابریکې د مسوولینو په وینا، دغه فابریکه د درخشان ګروپ له لوري د ۴۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې او شاوخوا ۵۰۰ کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
د فابریکې د لابراتوار مدیر محمد یاسین عزیزي ویلي، دا فابریکه په ۱۴ جریبه ځمکه کې جوړه شوې او هره ورځ د ۲۰۰ ټنه مایع او جامدې کیمیاوي او عضوي سرې د تولید وړتیا لري.


