یو شمېر ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې تېره ورځ د یاد هېواد پلازمېنې انقرې ته نږدې پر لویه لاره یو بس له پل سره ټکر شوی، چې له امله یې ۹ تنو ژوند بایللی او ۲۶ نور ټپیان شوي دي.
د یادو رسنيو له قوله چې لومړني معلومات ښیې، چې دغه پېښه د موټرچلوونکي د ويده کېدو له امله رامنځته شوې ده.
دا پېښه داسې مهال شوې چې نن د برازیل هېواد کې هم د يوې الوتکې د لوېدو پېښه کې ۶۱ کسانو خپل ژوند بایللی.