د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په کابل کې یو شمېر ترکي شرکتونو لېوالتیا ښودلې، چې په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ په برخه کې پانگونه کوي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د اوبو او انرژۍ وزارت د پانگونې د جذب رئیس انجینر داد محمد زرمتي د شپږو ترکي شرکتونو له استازو سره لیدلي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د ترکي شرکتو استازو له بېلابېلو سرچینو څخه د انرژۍ د تولید او په افغانستان کې د اوبو د مدیریت په پروژو کې د پانگونې لپاره لېوالتیا وښوده.: «اوسمهال په افغانستان کې له هره پلوه د پانگونې لپاره زمینه چمتو ده او دغه وزارت هم د اوبو او انرژي په پروژو کې د پانگهوالو د پانگونې هر کلی کوي.»
په افغانستان کې د بشپړ امنیت له برکته د نړۍ گڼ شمېر هېوادونو شرکتونه لېواله دي، چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانگونه وکړي.
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، افغان حکومت باید بهرنیو پانگهوالو ته بېلابېلې اسانتیاوې برابرې کړي او اداري پروسیجرونه راکم کړي، څو گڼ بهرني او کورني پانگهوال راجذب شي.