د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (ټیکا) له رییس فاضل اکین اردوغان سره ليدلي او د کرنې برخه کې په دوه اړخيزو همکاريو بحث شوی.
کرنې او مالدارۍ وزارت په يوه خبرپاڼه کې خبر و کوي چې په دې کتنه کې د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې چارواکو وعده کړې چې هېواد یې چمتو دی د افغان بزګرانو لپاره د سبو د کښت، اوبولګولو، سرې ورکولو او د کرنیزو محصولاتو د قرنطین په برخو کې روزنیز پروګرامونه په لاره واچوي.
خبرپاڼه زياتوي چې دغه راز په دې غونډه کې د جغرافیایي معلوماتو د سیسټمونو او ترڅنګ یې له لرې واټن څخه د کرنیزو ځمکو د څار او امکان سنجولو او دکرنې په برخه کې د دواړو هېوادونو د کارپوهانو د تجربې شریکولو په هکله خبرې اترې شوې دي.
همدارنګه خبرپاڼه کې راغلي چې د کرنې او مالدارۍ مرستیال په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د ټیکا د فعالیتونو ستاینه وکړه او په افغانستان کې یې د ترکیې هېواد د لا زیاتو پروګرامونو د تطبیق غوښتنه وکړه.