د پنجشېر ولایت مقام د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد ولایت زمرد او نورې قیمتي ډبرې به د لومړي ځل لپاره د کابل په نړیوال نندارتون کې لیلام ته وړاندې شي.
د پنجشېر والي حافظ محمد آغا حکیم د دې پروګرام هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د کانونو په برخه کې د قانونمندۍ او شفافیت تأمین د پنجشېر د قیمتي ډبرو د کورنیو او نړیوالو بازارونو په معرفي کولو کې مهم رول لري.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه لیلام به د لړم په ۷مه د افغانستان د کانونو په لومړي تخصصي نندارتون کې ترسره شي. په دې پروګرام کې به د پنجشېر د زمردو د استخراج درې مسلکي جواز لرونکي ګډون وکړي او د دغه ولایت قیمتي او نیمهقیمتي ډبرې به هم نندارې ته وړاندې شي.


