شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت له لوري د ننګرهار ولایت مرکز جلالاباد ښار کې د اوبو رسولو د ۱۴ واټر پمپونو لپاره د شپږ کیلو واټه برښنا د لېږد پروژې چارې پیل شوې.د امارتي شرکتونو لوی ریاست د خبرپاڼې له مخې پر دغې پروژې ۱۲ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري پلې کېږي.خبرپاڼه کې د ځایي چارواکو له راغلي، یاده پروژه به د دوه میاشتو په موده کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي چې ورسره به د جلالاباد ښار ۱۰ زره کورنۍ له پاکو او صحي اوبو څخه برخمنې شي.
د جمهوريت پر مهال نظامي جنرال خوشحال سادات: د پاکستاني الوتکو مهمات په پای ته رسېدو دي او نور د جګړې توان نه لري5 مارچ 2026