د جمهوريت پر مهال نظامي جنرال خوشحال سادات په تازه څرګندونو کې ويلي، چې د پاکستاني رژيم جنګي الوتکې او مهمات امریکايي دي او دا مهال امریکا او اسرائیل د خپل ځان اکمالات لومړیتوب بولي او پاکستان ورته کوم لومړیتوب نه لري.
هغه ويلي، امريکا اوس مهال په هېڅ صورت پاکستان ته نه د الوتکو بمونه او نه هم د ترمیم لپاره پرزې ورکولی شي او ممکن ډېر ژر د پاکستاني الوتکو مهمات پای ته ورسېږي.
د نوموړي په خبره پاکستاني رژيم خپلو ریزرف ډیپوګانو ته هند سره د جګړې د ګواښ له امله لاس نه شي وروړی.
د خوشحال سادات په خبره، افغانستان بیا د پاکستاني رژيم د ټولو شته کمزوریو سربېره په انساني ځواک او پیاوړې ديني عقیده کې برلاسی دی او همدا ځواک کولی شي پرته له هوايي بمباره د پاکستان دننه جدي فشار او ستره ستونزه رامنځته کړي.
