د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت له لوري د ننګرهار ولایت مرکز جلال‌اباد ښار کې د اوبو رسولو د ۱۴ واټر پمپونو لپاره د شپږ کیلو واټه برښنا د لېږد پروژې چارې پیل شوې.

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د خبرپاڼې له مخې پر دغې پروژې ۱۲ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري پلې کېږي.

خبرپاڼه کې د ځایي چارواکو له راغلي، یاده پروژه به د دوه میاشتو په موده کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي چې ورسره به د جلال‌اباد ښار ۱۰ زره کورنۍ له پاکو او صحي اوبو څخه برخمنې شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version