یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
حزب التحریر یوه له هغو ډلو څخه ده چې د اسلامي خلافت د قیام په برخه کې د هڅو او فعالت ادعا لري؛ له دې سره سره د دوی په کاري برنامو او د افرادو په فعالیتونو کې د جهاد رنګ نشته، هر کله چې مجاهدین د نړۍ په یوه کونج کې هم بریالي شوي، وروسته دوی ورسره ټکر او مخالفت کړی او د هغوی په وړاندې یې منفي تبلیغات کړي.
نن سبا د افغانستان اسلامي حکومت هم ددې خیالي خلافت غوښتونکو په وسیله له دې ستونزې سره مخ دی، نو اړینه ده چې د حزب التحریر ادعاوې او د هغوی په تګلاره کې شته تناقضات وڅېړو:
۱. د نړۍوال خلافت ادعا:حزب التحریر ادعا کوي چې وروستۍ موخه یې د نړۍوال اسلامي خلافت رامنځته کول دي؛ که څه هم دا ادعا په ښکاره زړه راښکونکې ښکاري، خو په عمل کې دې ډلې د اسلام د دښمنانو پر وړاندې د مبارزې او جهاد لپاره کومه هڅه نه ده کړې.
۲. جهاد چې په ټول تاریخ کې د قرآن عظیم الشان د ایتونو او نبوي احادیثو پر بنسټ د مسلمانانو د دفاع او د عدالت د خپراوي د لارې په توګه څرګند شوی دی؛ حزب التحریر د دې ستر اصل له پامه په غورځولو سره وښودله چې ادعاوې یې بې اساسه، د ځوانانو د فریب او د تېر ایستونکي اسمان ته د اړولو یوه وسیله ده.
۲. د یووالي په ادعا کې تناقض:د حزب التحریر یو له اصلي شعارونو څخه د اسلامي خلافت د تاسیس لپاره د مسلمانانو یووالی دی؛ خو دغه ګوند د اسلامي نړۍ له مجاهدينو سره په پرله پسې توګه د افغانستان، د سوريې د ادلب او سوريې له مجاهدينو سره د مخالفت په کولو سره چې د اسلام د دښمنانو په وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي، وښودله چې دغه ګوند په حقيقت کې د اسلامي نړۍ له مجاهدينو سره د مقابلې په حال کې دي؛ د مسلمانانو تر منځ د اختلافاتو او تفرقې د رامنځته کولو لپاره پیسې ورکول کېږي او بس!د اسلامي نړۍ له مجاهدینو سره د حزب التحریر په خبرو او چلند کې دغه ستر تناقض د دې لامل شوی، چې د دوی د وحدت ادعا له یوه خالي او درواغجن شعار پرته بل څه نه وي.
۳. له مجاهدینو سره تعامل نه کول:حزب التحریر نه یوازې له جهاد څخه ډډه کوي، بلکې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مجاهدینو د هغو ډلو پر ضد هم منفي تبلیغات کوي او دسیسې جوړوي، چې د اسلام د دفاع لپاره په بې غرضه مبارزه لګیا دي.
دا دریځونه د دې ګوند په لید او فعالیت کې ښکاره تضاد څرګندوي؛ که حزب التحریر په رښتیا هم د اسلامي خلافت د رامنځته کولو غوښتونکی وي، نو ولې بیا د هغو کسانو پر وړاندې درېږي چې په دې سپېڅلې لاره کې یې خپلې وینې، ځان، مال او اولادونه قربان کړل؟نو ویلای شو چې حزب التحریر د خلافت په دعوه کې ځان د اتل په سترګه ګوري، خو کله چې د عمل خبره کوي، یوازې په مجازي نړۍ کې ګرځي؛ دوی د مسلمانانو په زړونو کې د جهاد د بیدارولو دعوه کوي، خو په خپله د ویناوالۍ تر یوې غونډې او جلسې لوړ نه ځي.
په زړه پورې خبره دا ده، په داسې حال کې چې دوی د مسلمانانو پر یووالي ټینګار کوي؛ خو په خپلو دریځونو سره د مسلمانانو ترمنځ تفرقه او ځان ځاني اچوي؛ په حقیقت کې دوی د تیاتر* د تمثیلي ډلې په څېر دي، چې د نندارې په سټېج کې لوی لوی پلانونه جوړوي، مګر په واقعیت کې یو کار هم نه کوي.
د دوی په اند، د خلافت په اړه فکر کول د هغه د تحقق او راوستلو لپاره د عملي هڅې په پرتله مهم دي؛ له همدې امله دوی د جهاد پر ځای په ټولنیزو شبکو او خیالي الفاظو کې د لا زیاتو پلویانو او څارونکو په لټه کې دي.
پر دې اساس، حزب التحریر د جهاد او د مجاهدینو په واړندې په منفي تبلیغاتو کولو، د نړیوال خلافت د تاسیس او د مسلمانانو د یووالي په شان لویو ادعاوو کولو سره ځان د یوه کرغېړن، بې کفایته او بې عمله ګوند په توګه ثابت کړ.
دغه ګوند په خپلو دروغجنو او تېر ایستونکو شعارونو سره نه يوازې د اسلامي اهدافو په ترلاسه کولو کې مرسته نه ده کړې، بلکې د مسلمانانو ترمنځ يې اختلافات او تفرقه هم زياته کړې ده؛ مسلمانانو ته پکار ده چې د دې ويجاړونکې دلې ټکر ادعاوو او کړنو ته ډېر پام وکړي او دوی ته له هر ډول لاس ورکولو څخه ډډه وکړي.
*تیاتر د هغه تمثیل او ډرامو سټېج ته وایي چې خلک یې لاندې راغونډ او ننداره کوي.