Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»حکومتولي که بیا ځلي لوټل؟ جنګ سالاران او افغانستان ته د راستنېدو خوب!
    تورې څېرې

    حکومتولي که بیا ځلي لوټل؟ جنګ سالاران او افغانستان ته د راستنېدو خوب!

    صابر افغانصابر افغان22 فبروري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په تېرو څو ورځو کې د اتریش په پلازمینه، ویانا ښار کې د ویانا د سمبولیکو او تشریفاتي غونډو د پنځم پړاو شاهدان وو؛ هغه غونډه چې د پخواني جمهوریت د اکثره بدنام او تښتېدلو څهرو کوربه وه.

    هغه څه چې د پام وړ دي دا دي چې د دې غونډې تنظیموونکو، په دې پړاو کې د بحث کلیدي او بنسټیزه موضوع «له طالبانو وروسته افغانستان» بللې وه.

    اوس پوښتنه دا ده: بالفرض که د دې خلکو په باطل زعامت د طالبانو حکومت سقوط وکړي، آیا د افغانستان خلک به د کورنیو ورانونکو جګړو دا بیرغ‌داران او د جمهوریت د شلو کلونو د مصیبت اصلي عاملین د طالبانو حکومت د بدیل په توګه ومني او که نه!؟

    هغه څهرې چې د ویانا په غونډه کې راټولېږي او له طالبانو وروسته د سبا په اړه خبرې کوي، له ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۶ او له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ پورې د افغانستان خلکو ته د خدمت کولو لپاره ټول شرایط ورته برابر وو او نه یوازې دا چې هیڅ چا یې مخنیوی نه کاوه، بلکې په مستقیم ډول د امریکا او د هغوی د متحدینو له خوا تمویلېدل.

    په داسې وضعیت کې خیالي مشرانو خلکو ته د خدمت کولو او د هغوی په ټپونو د مرهم ایښودلو په ځای، په خپله د هغوی لپاره بلا وګرځېدل، له پردیو سره یې لاس یو کړ او د دې هېواد په ورانولو او پر ځورېدلي ملت باندې په ظلم او ستم کې یې له هیڅ هڅې څخه دریغ ونه کړ.

    اداري او اخلاقي فساد، غلا، قتل، قاچاق، ترور، نا امني، بې عدالتي، قوم پالنه، بې وزلي، تبعیض، رشوت، خیانت، د مدیریت ضعف، قانون ماتونه، بهرنۍ مداخله، د تورو پیسو مینځل، جنایت، تښتونه، بېکاري، د مهاجرت بحران او له واک څخه ناوړه استفاده، د دغه څهرو د واکمنۍ پر مهال د خلکو پر وړاندې د ننګونو یوه کوچنۍ برخه وه.

    د دغه تښتېدلو تر واک لاندې افغانستان د ورانۍ پر لور روان و، هغه ملت چې یو وخت یې د جهاد او مبارزې په ډګر کې نړۍوال شهرت درلود، خپل عزت او ویاړ یې له لاسه ورکړ او په حقارت ورته کتل کېدل.

    دا ټولې منفي پایلې هغه وخت د افغان ملت په برخه شوې، کله چې د جمهوریت ماتې‌خوړلو سیاستوالو د هېواد چارې اداره کولې، که څه هم په حقیقت کې یې په دې خاوره کې د خپلو شومو پلانونو د پلي کولو لپاره د لویدیځ او امریکا له مهرو پرته بله دنده نه درلوده.

    د دې هېواد خلکو د کلونو رنځ او کړاو او د تورو او تیارو ورځو له تېرولو وروسته، بالاخره د لاسپوڅي جمهوریت په سقوط سره، یو ځل بیا د رښتینې خپلواکۍ خوند وڅکه او هغه مقام او منزلت ته ورسېدل چې د هغه وړ وو.

    اوس که د طالبانو حاکمیت ړنګ شي او هېواد بې سرپرسته پاتې شي، آیا واقعاً به د افغانستان ملت یو ځل بیا د خپل هېواد واک دغه بدنامو چپاولګرو ته وسپاري او په خپلو لاسونو ځانونه هلاک کړي او که د «آزموده را آزمودن خطاست» متل سره سم به د جنګ سالارانو په سینه د رد لاس کېږدي او د هېواد په لږو چارو کې به هم د پریکړې کولو اجازه ورنه کړي!؟

    هغه پوښتنه چې ځواب یې د عقل له هر خاوند او هوښیار لپاره ښکاره او څرګند دی!

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهله خیبر څخه یوه بله ځایي وسله‌واله ډله له پاکستاني طالبانو سره یو ځای شوه
    راتلونکي مقاله د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستيال په مشرۍ يو لوړپوړی پلاوی ازبکستان ته روان شو

    مربوطه لیکنې

    د مخالفینو بهرنۍ نسخې او پر افغانستان یې اغېزې

    29 مارچ 2026

    د ژمنو تر شا خیانت؛ پخواني عسکر د پردۍ جګړې قرباني شول

    24 مارچ 2026

    د تېري په وړاندې د افغان حکومت د مخالفينو خيانت او بې‌ننګي

    15 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 1 اپریل 2026

    بلوچستان کې د «ډېټ سکواډ» مهم غړی رحیم ساسولي په یوه هدفي برید کې هلاک شو

    ځایي سرچینې وایي، بلوچستان کې د ډېټ سکواډ په نوم د پاکستاني رژیم د ملاتړې…

    ولايتي مسؤلينو ته د کورنيو چارو وزير سپارښتنه؛ د خلکو له وضعيت څخه شېبه په شېبه ځان خبر کړئ

    1 اپریل 2026

    ملي تدارکاتو کمېسیون د څه باندې یو میلیارد افغانیو په لګښت ۱۷ پروژې منظورې کړې

    1 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بلوچستان کې د «ډېټ سکواډ» مهم غړی رحیم ساسولي په یوه هدفي برید کې هلاک شو

    1 اپریل 2026

    ولايتي مسؤلينو ته د کورنيو چارو وزير سپارښتنه؛ د خلکو له وضعيت څخه شېبه په شېبه ځان خبر کړئ

    1 اپریل 2026

    ملي تدارکاتو کمېسیون د څه باندې یو میلیارد افغانیو په لګښت ۱۷ پروژې منظورې کړې

    1 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،136 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،088 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،160 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.