څو ورځې وړاندې ځینو تښتېدلو څېرو د خپل یوه قوماندان «حسین انوري» د مړینې د لسمې کلیزې په مناسبت د ایران په مشهد ښار کې یو څه مراسم جوړ کړل.
ځینو هغو سیاسي څېرو چې په دې مراسمو کې یې ګډون نه شو کولای، د آنلاین اړیکې له لارې یې ویناوې وکړې او یو ځل بیا یې د افغانستان د راتلونکي لپاره خپله اراده او برنامه ښکاره کړه.
احمد مسعود، چې د مقاومت جبهې د مشر په نوم یادېږي، په خپلو خبرو کې د افغانستان بدنام جنرال «عبدالرشید دوستم» په ستاینه او د هغه د محبوبیت او ولسي دریځ ته په اشارې سره وویل چې که ټاکنې وشي، دوستم به د اوسني حکومت پر وړاندې بریالی شي.
له دې پرته چې د ټاکنو مسئله د افغانستان په اسلامي کلتور او سیاسي دود کې ځای او ارزښت نه لري او د یو وارداتي ماډل په توګه د اشغال پر مهال پر هېواد تپل شوې وه او د اشغال په پای ته رسېدو سره هغه هم عملاً له منځه لاړه، باید یادونه وشي چې د دوستم د محبوبیت او ولسي ملاتړ پرتله کول له اوسني حکومت سره یوه ښکاره او له واقعیت څخه لرې تېروتنه او محاسبه ده.
که دوستم په تېر کې پلویان درلودل، نو لویه برخه یې د پوځي ځواک، سیاسي نفوذ، مالي امکاناتو او قومي شبکو له امله وه؛ نه له داسې دریځ څخه چې په فکر، اعتماد او د خلکو د زړه په باور کې ریښې ولري. د دې ادعا غوره شاهد دا دی چې کله هم له واک څخه لرې شو، نو ډېری نږدې کسانو او قوماندانانو یې هم له هغه څخه فاصله واخیسته او حتی د هغه پر وړاندې یې صف آرایي وکړه. دا ښیي چې د هغه د ډېری نږدې کسانو اړیکه د ګټو پر بنسټ وه، نه د عقیدې او وفادارۍ پر بنسټ.
په مقابل کې، اسلامي امارت په داسې حال کې چې پراخ مالي امکانات او حکومتي جوړښت یې نه درلود، د بشري ځواک تشکیلولو، یووالي او خپلې ټولنیزې او ولسي ملاتړ باندې په تکیه کولو سره وتوانېدل د پخواني حکومت او د هغه بهرنیو ملاتړ کونکو پر وړاندې مقاومت وکړي او په پای کې یې د همدې ملت بې دریغه ملاتړونو سره د هېواد کنټرول په لاس کې واخیست. دا حقیقت ښیي چې د اسلامي امارت د ټولنیز نفوذ اندازه د دوستم له سیاسي دریځ سره پرتله کول یوه برابره پرتله نه ده.
خو د احمد مسعود د خبرو تر ټولو مهمه برخه هغه پیغام دی چې د افغانستان راتلونکي په اړه یې خپل لیدلوری وړاندې کړ. کله چې هغه عبدالرشید دوستم د راتلونکي لپاره د رهبرۍ او بریا لپاره د یو مناسب کس په توګه معرفي کوي، په حقیقت کې ښیي چې لا هم همدغه ازمویل شوي او مات شوي پخوانۍ مهرې خپله سیاسي سرمایه ګڼي او د افغانستان راتلونکی د هغو کسانو په لاس جوړول غواړي چې هېواد یې تباهۍ ته رسولی و.
دوستم له هغو بدنامو څېرو څخه دی چې نوم یې د افغانستان په تاریخي حافظه کې له کورنیو جګړو، د واک له خونړیو سیالیو، درنو جنایتونو او وحشتناکو ټول وژنو سره تړلی دی. کله چې د یوې ډلې سیاسي هیله د داسې چا سره تړلې وي چې په بشپړ ډول د خلکو په منځ کې منفور او رد شوی وي، نو دا په ښه توګه ښیي چې دوی د تېرې شل کلنې تورې سناریو له تکرار پرته د افغانستان د راتلونکي لپاره بل څه ښه او روښانه برنامه نه لري.
له همدې امله، د احمد مسعود خبرې تر هغه چې یو عیني حقیقت څرګند کړي او د افغانستان د راتلونکي په اړه یې ښه نیت وښیي، د هغه اړوند جریان د فکري او سیاسي بنبست ناغوښتل شوی اعتراف دی؛ هغه جریان چې د افغانستان د راتلونکي لپاره هم د تورو او خاینو څېرو له راوستلو پرته بله نسخه نه لري. هغه څېرې چې د افغانستان خلک یې کارنامې په خیانت، چور او چپاول، د بهرنیو قدرتونو غلامۍ او وابستګۍ، داخلي وینې تویېدنې او له پردیو سره په شرموونکو معاملو پېژني.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


