د احمدشاه مسعود په مشرۍ د مسعود کورنۍ تل د افغانانو ترمنځ په هېواد کې د پردیو په اشاره پروژه یي سیاستونه پلي کړي او خپله احمد شاه مسعود د دې سیاستونو سرلاری پاتې شوی.
احمد شاه مسعود لومړی په ۱۳۵۴ هجري کال کې د سردار محمد داؤد خان په مخالفت کې په پنجشیر کې وسله وال بغاوت وکړ، چې تر ناکامېدو او فشار وروسته پاکستان ته وتښتېده او د آی ایس آی په غېږه کې یې پناه واخیسته.
که څه هم د شورویانو او کمونیستي رژیم په خلاف یې د جهاد په ډګر کې ګډون کړی، خو ځینو پټو دسیسو او کارونو یې دا بهیر هم کم رنګه او بې اعتباره کړی دی.
دا چې سالنګ د افغانستان له شماله جنوب او نورو برخو ته د تېرېدو یوازینۍ لاره وه، نو مسعود له سالنګه د روسي پوځیانو د تېرېدو لپاره یوه هوکړه کړې وه.
داسې معلومات شته، چې مسعود له سالنګ څخه بغیر له کومې ستونزې او بریدونو د روسي پوځ او ټانکونو د تېرېدو په بدل کې له پخواني شوروي اتحاد څخه زرګونه ډالره باج اخیستی و.
د پنجشیر خلکو، چې لومړی د احمد شاه مسعود او ورپسې یې د وروڼو له لاسه کومې ستونزې لیدلي، دا یواځې د پنجشیر دننه ولسونو ته معلومېږي.
احمد شاه مسعود به د پنجشیر کانونه هم د خپلې ډلې په خلکو او ټوپکوالو تقسیم او ډېره برخه به یې د نظار شورا د رهبرۍ په نوم ځانته جدا کوله او د پنجشیر عام ولسونه یې له ګټې بې برخې وو.
وروڼو یې احمد ضیا مسعود او احمدولي مسعود هم د مسعود د کورنۍ په نوم د تاجک شریف قوم تر منځ پراخې ستونزې جوړې کړي او د پلار په نوم یې ترلاسه کړي امتیازات او امکانات د تاجک قوم په نوم په خپلو ټوپکوالو خوړلي دي.
له پلار وروسته یې اوس زوی احمد مسعود د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ایس آی او غربي استخباراتو په غېږ کې لوېدلی او د افغان وطن لپاره د جګړې او ناخوالو د پروژو په اخیستلو بوخت دی.
شپه او ورځ په دې کار کوي، چې څنګه افغانستان کې راغلی امن اخلال او د خپلو ګټو او غوښتنو په نوم د پردیو د شومو موخو لپاره په افغانستان کې ناامني رامنځ ته کړي.
دا حالت روښانه کوي، چې د احمد شاه مسعود تر نامه لاندې د مسعود کورنۍ او د هغوی د پروژه یي سیاستونو له امله تر نور هیواد وړاندې د پنجشیر درنو خلکو ته ډېر زیان رسېدلی دی.
ځوانان یې له زده کړو بې برخې، د ابادۍ عامه پروژې پکې په نشت حساب او وخت ناوخت یې ځوانان د یو بل قومندان تر یوغ لاندې د خپلو خلکو په وړاندې درېدلي دي.
اکثريت ځوانان یې د ټوپک سالارانو د لاس آلې ګرځېدلي او په یو او بل نوم یې په پنجشیر، پروان، کاپیسا او کابل کې په جرمونو کې ښکیل کړي.
د تېرې ادارې پر مهال، چې د پنجشیر لسګونه مشرانو اوله درجه واکونه درلودل، خو بيا هم په یاد ولایت کې د پراختیا، بیا رغونې، زده کړو، روغتیا او نورو برخو کې کومه اساسي پروژه نه تر سترګو کېږي.
د پنجشیر غریز وضعیت ته په کتو، لویې لارې کنډ کپرې دي او د سیندونو پر سر یې د تګ راتګ لپاره د پلونو نشتوالی نږدې هره ورځ د ځایي خلکو د ښځو، ماشومان او لویانو ژوند اخلي.
دا وضعیت څرګنده کړې، چې له پنجشیره د مسعود د کورنۍ په چوکاټ کې راپورته شویو مشرانو تش د پنجشیر د خلکو په نوم د مقاومت چيغې وهلي، خو د یادې سیمې د ولسونو له ستونزو په بې خبرۍ یې اصلاً د خپلو جیبونو لپاره کار کړی.
اصلاً ورته د هیواد او خلکو آبادي او سوکالي مهمه نه ده، بلکې د خپلو بادارانو له لوري ورکړل شوې اجنډا پلی کول یې هدف دی او د دې لپاره په بېلابیلو نومونو کار کوي.
خو د تېرو څه کم پنځو کلونو په تېریدو سره ښکاري، چې د هېواد په داخل او خارج کې د افغانستان په آزادۍ مین ملت د یادو کسانو اهداف پېژندلي او نور نشي کولی د کوم هېواد په وړاندې د غلامۍ سر ټیټ کړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


