د خوست امنیتي مسوولین وايي، چې تېره شپه د خوست ښار په لومړۍ حوزه کې د استوګنې په يو اپارتمان کې د ګاز نيونې له امله د يوې کورنۍ پنځه تنه مړه شوي، چې يوه ښځه هم پکې شامله ده.

د خوست د امنیې قومندانۍ وياند، طاهر احرار وايي، دغه کسان د پکتيکا د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکي وو چې خوست ته د يوه ناروغ د درملنې په موخه ورغلي وو.

د يادونې وړ ده چې تر دې څو ورځې وړاندې هم په خوست کې د يوې ګازډبې‌ د چادونې له امله د يوې کورنۍ درې غړي مړه شوي وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version