د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن په تازه او کم ساري څرګندونو کې ویلي چې، بلوچستان په داسې یو حالت کې قرار لري، چې که همدا نن ورځ وغواړي خپل بېلتون اعلان کړي، نو دا چاره کولی شي.
شنونکي پر دې باور دي چې دا څرګندونې د بلوڅو د حقونو د ترلاسه کولو په برخه کې د بلوڅانو د کلونو مبارزې پایله ده. په وروستیو کلونو کې، په بلوچستان کې د پاکستاني پوځیانو پر وړاندې په بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او ډېری بلوڅ وګړي او ډلې د پاکستان له مرکزي حکومت څخه بېلتون غواړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په بلوچستان کې د خپلواکۍ غوښتنې لپاره د خلکو احساسات تر بل هر وخت زیات را پارېدلي او بېلابېلې ډلې هڅه کوي چې په همغږي توګه د دې چارې لپاره پر پاکستاني حکومت فشار وارد کړي.